AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷ ۱۸:۴۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85541490
T T
۰ Persons

Tags

کابل او تاشکند د علمي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړې

AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲۷ ۱۸:۴۸
News ID: 85541490
کابل او تاشکند د علمي اړیکو پر پراخولو خبرې وکړې

کابل – ایرنا – د افغانستان د حکومت د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د ازبکستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال له قوله، د افغانستان د حکومت د لوړو زده کړو وزارت چارواکو نن چهارشنبه د چنکاښ د میاشتې په ۲۷ مه نېټه په کابل کې د ازبکستان له سفیر خواجه یادګار شادمانوف سره د دغه وزارت له سرپرستې مولوی ندا محمد ندیم سره د کتنې خبر ورکړ.

په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي اړيکو د پراختيا په باب خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د دواړو هېوادونو ترمنځ دیني او فرهنګي اړیکو ته په اشارې سره وویل: ازبکستان یو له هغو هېوادونو څخه دی چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې صادقانه همکاري کوي.

هغه زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت د یو خپلواک هیواد په توګه خپلې ټولې داخلي او خارجي چارې د اسلام د دین او د هغه د فرهنګي ارزښتونو په رڼا کې تنظیموی.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست د ازبکستان له سفیر څخه په بلخ ولایت کې د یوه نوي ښوونځي او جومات د جوړېدو له امله چې د یاد هېواد له خوا په پام کې نیول شوې ده، مننه وکړه او د دې ډول همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.

په کابل کې د ازبکستان سفیر خواجه یادګار شادمانوف د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ته د لوړو زده کړو په برخه کې د خپلو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.

د ازبکستان سفیر د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم ته بلنه ورکړه چې په یوه مناسب فرصت کې د دی هېواد له علمي، اکاډمیکو او فرهنګي مرکزونو څخه لیدنه وکړي چې د لوړو زده کړو وزارت د سرپرست لخوا یې هرکلی وشو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .